د بدخشان د سرو زرو کانونو پر سر د طالبانو د نښتو له امله د سلګونو کورنیو بی ځایه کېدل

په بدخشان کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د طالبانو د ځواکونو ترمنځ د معدني سرچینو، په ځانګړي ډول د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ د سرو زرو کانونو د کنټرول پر سر د نښتو له امله سلګونه کورنۍ بې‌ځایه سوې دي.
د بدخشان د سرو زرو کانونو پر سر د طالبانو د نښتو له امله د سلګونو کورنیو بی ځایه کېدل

په بدخشان کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د طالبانو د ځواکونو ترمنځ د معدني سرچینو، په ځانګړي ډول د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ د سرو زرو کانونو د کنټرول پر سر د نښتو له امله سلګونه کورنۍ له بېلابېلو کلیو څخه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ سوې دي.

 د دې سرچینو په وینا، شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې نښتې پیل سوې او تر اوسه دوام لري.

د دې نښتو په جریان کې څو تنه طالبان وژل سوي او یو شمېر نور ټپیان سوي دي.

د موجودو معلوماتو له مخې، دا نښتې د سرو زرو کانونو د واک پر سر د بېلابېلو طالبانو ډلو ترمنځ رامنځته سوې او په وروستیو ورځو کې یې شدت هم زیات سوی دی.

په ورته وخت کې، د دې ولسوالۍ د «شولیر پایان» د کلي یو شمېر اوسېدونکو د اعتراض په توګه د ناامنۍ د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی وايي چې د نښتو زیاتوالي د ملکي وګړو ترمنځ پراخه وېره رامنځته کړې او ډېری کورنۍ، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، د خپل استوګنځي پرېښودو ته اړ سوې دي.

سیمه‌ییز اوسېدونکي د وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او د نښتو د ژر پای ته رسېدو او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x