د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د میدان وردک ولایت د چک په ولسوالۍ کې دوه تنه د خلکو د سترګو په وړاندې په درو وهل سوي دي.
د دې محکمې په وینا، هر یو له دغو کسانو څخه د غلا په تور ۳۹ درې خوړلي او همدارنګه پر دوی د دوه نیمو کلونو بند سزا هم تطبیق سوې ده.
په مقابل کې، د بشري حقونو مدافع بنسټونو څو ځله له طالبانو غوښتي چې د درو وهلو، د غړو پرې کولو او اعدام په څېر سزاوې ودروي.
خو د طالبانو چارواکي ټینګار کوي چې دوی د اسلامي شریعت احکام عملي کوي او له نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غواړي چې د دوی په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.




