سرچینې په کندهار کې د یوه ټکسي چلوونکي د وژل کېدو خبر ورکوي

په کندهار ولایت کې سيمه‌ایزو سرچینو راپور ورکړی چې یو ۳۲ کلن موټر چلوونکی د نامعلومو کسانو لخوا د چاقو په برید کې وژل سوی دی.
سرچینې په کندهار کې د یوه ټکسي چلوونکي د وژل کېدو خبر ورکوي

په کندهار ولایت کې سيمه‌ایزو سرچینو راپور ورکړی چې یو ۳۲ کلن موټر چلوونکی د نامعلومو کسانو لخوا د چاقو په برید کې وژل سوی دی.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د شنبې ورځې مازیګر (د حمل ۲۹مه) د کندهار ښار د دویمې ناحیې اړوند، د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ په سیمه کې رامنځته سوې ده.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخې، دغه موټړ چلوونکي دوه ښځې او یو سړی د کابل ـ کندهار له لویې لارې د مسافرو په توګه لېږدول. خو کله چې یاد ځای ته ورسېدل، ورسره کسانو د خوړو د خوړلو په پلمه موټر درولی او وروسته یې پر موتړ چلوونکي برید کړی دی.

ویل کېږي بریدګرو پر نوموړي څو ځله د چاقو ګوزارونه کړي، موتړ چلوونکي یې وژلی او وروسته له سیمې تښتېدلي دي. تر اوسه د بریدګرو د هویت او د دې پېښې د انګېزې په اړه نور معلومات نه دي خپاره سوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x