د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو له خوا په پولهایزو سیمو کې د سرتېرو جلب او جذب د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ، سراجالدین حقاني په غوښتنه په لومړي پړاو کې د زازي قوم له شاوخوا زر کسانو سره پیلېږي.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند سي، ویلي چې ټاکل سوې د هرې پولهایزې ولسوالۍ څخه د قومي مشرانو په همغږۍ شاوخوا ۵۰ کسان د پولهایزو پولیسو او دفاعي قطعو سره د یوځای کېدو لپاره وټاکل سي. د جهادي مخینې لرل د جذبېدونکو کسانو لپاره شرط ګڼل سوي دي.
راپورونه ښايي چې دا بهیر د ډیورند کرښې په اوږدو کې پراته ولایتونو، لکه خوست، پکتیا، پکتیکا، کنړ، نورستان، کندهار او هلمند کې روان دی.
د سرچینو په وینا، د دې اقدام یوه موخه په هغو سیمو کې د طالبانو د نفوذ پراخول دي چې پخوا پکښې د دې ډلې شتون یا اړیکې کمې وې. د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې، زازي میدان او پنجشېر له هغو سیمو څخه وو چې د دې ډلې شتون پکښې محدود بلل کېده.
همدارنګه ویل سوي چې د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده تېر کال د پنجشېر ولایت له شاوخوا ۱۵۰۰ ځوانانو د جذب امر کړی وو. دغو کسانو ته څو میاشتنی پوځي روزنه ورکړل سوه او یوه برخه یې د دې ډلې له ځواکونو سره یوځای سول.
کارپوهان باور لري چې په پولهایزو سیمو کې د کړکېچونو زیاتوالی او امنیتي ستونزې د دغسې اقدامونو له مهمو لاملونو څخه دي. په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې له تاوتریخوالي سره مل وې، او د پولې په اوږدو کې د نښتو او د ځینو مورچلونو د له لاسه وتلو راپورونه هم خپاره سوي دي.
خو طالبانو تر اوسه د پولهایزو ولسوالیو څخه د دې جذب بهیر په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.




