په افغانستان کې د ماشومانو پر ژوند د ماینونو دوامداره ګواښ

د سره صلیب کمېټې اعلان کړی چې په افغانستان کې ماشومان لا هم د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو د پاتې کېدو دروند تاوان ورکوي، او دا ګواښ هره میاشت د لسګونو ماشومانو ژوند اخلي.
په افغانستان کې د ماشومانو پر ژوند د ماینونو دوامداره ګواښ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د سره صلیب کمېټې اعلان کړی چې په افغانستان کې ماشومان تر اوسه هم د ماینونو او ناچاودېدونکو توکو د پاتې کېدو دروند تاوان ورکوي.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ، د حمل په ۳۰مه، یوه ویډیو خپره کړې چې پکښې یو ماشوم ښودل سوی چې د ماین د چاودنې له امله یې خپله یوه پښه له لاسه ورکړې، او دې ستونزې ته یي د خلکو پام رااړولی دی.

په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر مخکې راپور ورکړی وو چې په اوسط ډول هره میاشت شاوخوا ۵۰ ماشومان د ماینونو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د سره صلیب کمېټې همدارنګه زیاته کړي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د ماینونو د چاودنو ۲۱۷ پېښې ثبت سوې، چې په پایله کې یې ۴۶۷ کسان وژل سوي یا ټپیان سوي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا لپاره د افغانستان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې په افغانستان کې د ماینونو د پاکولو لپاره لا زیاتې پانګونې وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x