طالبانو د حج د مراسمو د اداینې لپاره د حاجیانو د لېږد د بهیر د پیل خبر ورکړ

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې د افغان حاجیانو د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره د هغوی د لېږد بهیر له کابل او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه سعودي عربستان ته پیل سوي دي.
طالبانو د حج د مراسمو د اداینې لپاره د حاجیانو د لېږد د بهیر د پیل خبر ورکړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې د افغان حاجیانو د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره د هغوی د لېږد بهیر له کابل او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه سعودي عربستان ته پیل سوي دي .

د محمد نبی محمدي، د دې وزارت د حج، عمرې او د زیارتونو د برخې د مشر په وینا، سږ کال به شاوخوا ۳۰ زره حاجیان د آریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر له لارې سعودي عربستان ته ولېږدول سي. هغه دا خبرې په کابل کې په یوه غونډه کې کړې دي.

د دې پلان له مخې، د حاجیانو لېږد د افغانستان له څلورو زونونو څخه د ۹۶ الوتنو په ترڅ کې ترسره کېږي. په لومړي پړاو کې به ۱۵ زره کسان په ۴۶ الوتنو کې مدینې منورې ته ولېږدول سي او په دویم پړاو کې به نور ۱۵ زره حاجیان جدې ته واستول سي.

محمدي همدارنګه ویلي چې د دې بهیر له پیل مخکې د دې وزارت یو پلاوی سعودي عربستان ته تللی ترڅو له خدماتي شرکتونو سره اړینې همغږي وکړي او د حاجیانو د هرکلي لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

دې وزارت مخکې له دې د «ضیوف‌البیت» او «رواف منی» شرکتونو او همدارنګه د «مستشفی مرکز مکې الطبّي» روغتون سره د قراردادونو د لاسلیک خبر ورکړی وو. دا هوکړې د حج او عمرې د خدماتو د نړیوال نندارتون په جریان کې په جده کې لاسلیک سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x