د ۵.۴ ريښتر زلزلې کابل او څو نور ولايتونه ولړزول

د ۵.۴ ريښتر په کچه زلزلې د افغانستان بېلابېلې سيمې، د کابل په ګډون او څو نور ولايتونه ولړزول او د دغو سيمو اوسېدونکو هغه په شدت سره احساس کړې ده.
د ۵.۴ ريښتر زلزلې کابل او څو نور ولايتونه ولړزول

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د ۵.۴ ريښتر زلزلې د کابل ښار ولړزاوه او په سمنګان ، کندز ، بغلان او بدخشان ولايتونو کې هم په شدت احساس سوې ده.

همدارنګه دغه زلزله په ميدان وردګ ، غزنی ، تخار ، جوزجان او د مزار شریف په ښار کي هم احساس سوې ده.

د راپورونو له مخې، د دې زلزلې مرکز د هندوکش غرونو او د بدخشان ولايت اړوندو سيمو کي وو.

تر اوسه د دې پېښې د احتمالي مرګ ژوبلې او زيانونو په اړه معلومات نه دي خپاره سوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x