په لغمان ولايت کي د کور د چت د نړېدو پېښې ۶ تنه مړه او ټپيان کړل

په لغمان ولايت کي د طالبانو سيمه‌ایزو چارواکو اعلان کړی چي د يو کور د چت د نړېدو له امله يو تن ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان سوي دي.

خیر محمد غازي، په لغمان ولايت کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رييس ، د پنجشنبي په ورځ د حمل په ٢٧ ویلي چي دا پېښه تېره شپه د دولت‌شاه ولسوالۍ د «خاص دولت‌شاه» په کلي کي رامنځته سوې ده.

د هغه په وينا په ټپيانو کي ښځې هم شاملې دي.

چارواکو د دې پېښي لامل وروستي ورښتونه ذکر کړي چي له امله يې د کور چت نړېدلی دی.

په همدې حال کي طالبانو اعلان کړی چي د حمل له اوومې نېټې راهيسي په ټول هېواد کي د بارانونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۱۹۰ تنه مړه سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x