په بدخشان ولايت کي سيمهایزو سرچينو راپور ورکړی چي د ياوان ولسوالۍ په شپهنۍ نښته کي د وسلهوالو طالبانو ترمنځ د جګړې له امله دوه تنه وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.
د دغو سرچينو په وينا دا پېښه د ياوان ولسوالۍ د شنگان په کلي کي د طالبانو د دوو قوماندانانو رحمتالله امارتي او حاجي صفا د کسانو ترمنځ رامنځته سوي ده .
سرچينو ټینګار کړی چي تر اوسه د دې نښتې اصلي لامل او انګېزه نه ده څرګنده سوې .
دا په داسې حال کي ده چي تر دې مخکې هم د طالبانو د غړو ترمنځ د ورته نښتو راپورونه خپاره سوي چي د دې ډلې د داخلي اختلافاتو څرګندونه کوي.




