په غزني ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اعلان کړی دی چي د وروستيو سختو بارانونو له امله د دې ولايت د بالاحصار د چاپېريال شاوخوا دېرش متره دېوال ويجاړ سوی دی. د دې ادارې د رييس ، حمدالله نثار په وينا، سېلابونو ځينو نورو تاريخي سيمو او ودانيو ته هم زيان رسولی دی.
هغه له حريت راډيو سره په خبرو کي ويلي دي چي ډېری دغه تاريخي اثارو پخوا هم ترميم ته اړتيا لرله، خو وروستيو بارانونو يې زيانونه نور هم ډېر کړي دي. د هغه په اند، د دې ويجاړتيا يو لامل د تېر حکومت پر مهال ناسم او بېاصوله ترميمونه وو.
له دې سره سره، بېلابېل راپورونه ښايي چي طالبانو هم په وروستيو کلونو کي په ځينو ولايتونو، د بدخشان په ګډون، د لرغونو آثارو په ويجاړولو، قاچاق او ناقانونه پلور کي ونډه لرلې ده.
د دې ادارې چارواکي وايي چي په تېرو څلورو کلونو کي په غزني کي تر شلو زيات تاريخي اثار رغول سوي دي. خو بيا هم ځيني مهمې ودانۍ لکه تاريخي برجونه، د محمدشريف خان ماڼۍ، د غزنين کلا مسجد، د بيګم ګنبده او د ملا مشکعلم زيارت لا هم جدي بيا رغوني ته اړتيا لري.
غزني ولايت د افغانستان له لرغونو سيمو څخه شمېرل کېږي او شاوخوا سل تاريخي اثار يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ثبت سوي دي. دغه ښار په ۲۰۱۳ کال کي د اسلامي تمدن د مرکز په توګه نومول سوی وو، خو ډېری هغه ودانۍ چي هغه مهال بيا رغول سوې وې، د ټيټ کيفيت له امله يو ځل بيا له زړېدو او ويجاړېدو سره مخ سوي دي.




