د بدخشان ولايت په يوه ترافيکي پېښه کي تېره ورځ اووه تنه مړه سوي او دولس تنه نور ټپيان سوي دي.
د سيمهييزو سرچينو په وينا، دا پېښه هغه مهال رامنځته سوې چي د تونس ډوله يو موټر د فيضآباد ښار د اتمي ناحيې اړوند د «سيد بايي» په سيمه کي له سړکه اوښتی دی.
سرچينو همدارنګه زياته کړې ده چي د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت سخت ښودل سوی او د درملني لپاره ولايتي روغتون ته لېږدول سوي دي. تر اوسه امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.




