د طالبانو والي د هرات د وژنو پر ضد د لاريون د جوړېدو مخه ونيوله

باخبره سرچينو رسنيو ته ويلي دي چي په هرات ولايت کي د طالبانو والي نوراحمد اسلام‌جار د دې ولايت پر شيعه اوسېدونکو د وروستي خونړي بريد پر ضد د خلکو د اعتراضي لاريون د جوړېدو مخه نيولې ده.

د دغو سرچينو په وينا، هغه تېره دوشنبه (۲۴ حمل) د شيعه ټولني يو شمېر عالمان او مخور خپل دفتر ته وربللي وو او ترې ويې غوښته چي د جنازې مراسم او اعتراضي لاريون لغوه کړي.

ټاکل سوې وه چي لاريون کوونکي د سې شنبې په ورځ (۲۵ حمل) د قربانيانو جسدونه د هرات ښار له مرکزي صادقيه مسجد څخه تر سلطان‌آقا زيارت پورې په لاريون کي يوسي.

راپورونه ښايي چي يو شمېر سني اوسېدونکو هم غوښتل له شيعه ګانو سره يو ځای په دې لاريون کي ګډون وکړي، او ځينو کسبګرو هم اعلان کړی وو چي په همدې مناسبت به خپل کارونه دروي.

سره له دې، تر اوسه څرګنده نه ده چي دا لاريون به جوړ سي که يا .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x