په ۲۰۲۶ کال کي په افغانستان کي د کوکنارو د کر زياتېدل

يو بريتانيوي څېړنيز بنسټ راپور ورکړی دی چي د طالبانو د بنديز سره سره، په افغانستان کي د کوکنارو کر په ۲۰۲۶ کال کي زيات سوی دی، په ځانګړي ډول د بدخشان په ولايت کي، او لا هم د بزګرانو د معيشيت مهمه سرچينه پاتې ده.
په ۲۰۲۶ کال کي په افغانستان کي د کوکنارو د کر زياتېدل

د بريتانيا د «آلسیس» څېړنيز بنسټ په يوه تازه راپور کي اعلان سوي چي د طالبانو د بنديز سره سره، په افغانستان کي د کوکنارو کر په ۲۰۲۶ کال کي زيات سوی دی، په ځانګړي ډول په بدخشان ولايت کي، او لا هم د بزګرانو په ژوند کې مهم رول لري.

دغه څېړنه چي د ډيويډ منسفيلډ له خوا تر سره سوې ده، ښايي چي اقتصادي فشارونو ځيني بزګران دې ته اړ کړي چي يا د کوکنارو کر ته دوام ورکړي او يا د نشه‌يي توکو د توليد لپاره پاکستان ته مهاجرت وکړي.

همدارنګه، سره له دې چي پر مصنوعي نشه‌يي توکو تمرکز زيات سوی، د ترياکو د زياتو زېرمو او د کر د پراخېدو له امله، اروپا ته د هېروئينو رسونه لا هم دوام لري.

د راپور له مخي، د ۲۰۲۶ کال په پيل کي د ترياکو بيه شاوخوا د هر کيلو لپاره ۵۰۰ امريکايي ډالرو ته رسېدلې ده. په بدخشان کي بزګران د اقتصادي ستونزو او د وچکالۍ له امله د کوکنارو کر په للمي او اوبیزه ځمکو کي زيات کړی دی.

په مقابل کي، په هلمند او ننګرهار ولايتونو کي، چي پخوا د کر مهم مرکزونه وو، د توليد په کچه کي څرګند کمښت ليدل سوی دی. راپور خبرداری ورکوي چي که طالبان د کروندو د له منځه وړلو هڅې سختي کړي، نو په بدخشان کي د تاوتريخوالي د زياتېدو احتمال شتون لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x