په مزار شریف کې د شپې له‌خوا د ډزو د زیاتېدو په اړه اندېښنې

د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف یو شمېر اوسېدونکي د ښار په ختیځو سیمو کې د شپې له‌خوا د ډزو له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي. د هغوی په وینا، دا ډزې تر ډېره په عمر فاروق ښارګوټي، کارته انصاري او کارته نورخدا کې کېږي، چې د خلکو ترمنځ یې پراخه وېره او وارخطايي رامنځته کړې ده.

ځینې اوسېدونکي وایي، له دغو ډزو وروسته د وژنو نښې او ان د مړو د ښخولو احتمال هم لیدل سوی، خو هېڅوک د سیمې د پلټنې جرئت نه لري. غیر رسمي سرچینې هم ادعا کوي چې طالبان هغه کسان چې د غلا یا د مخالفو ډلو د غړیتوب په څېر جرمونو تورن وي، د یوه «نا لیکلي قانون» له مخې په ډزو وژني.

د سیمې اوسېدونکي زیاتوي چې دا ډزې که څه هم بېلابېلې وي، خو نږدې له ډېرو شپو راهيسي دوام لري او د دوی ورځنی ژوند یې ګډوډ کړی دی.

په ورته وخت کې، د بشري حقونو راپورونه ښايي چې په افغانستان کې د وژنو، خپل‌سر نیونو او د خلکو د لادرکه کېدو پېښې زیاتې سوې دي، چې د امنیتي حالت او بشري حقونو په اړه اندېښنې یې نورې هم ډېرې کړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x