په کندهار کې کورونو او باغونو ته د طالبانو د محتسبانو د ننوتلو مخنیوی

د طالبانو مشر د يو نوي حکم په صادرولو سره ، د کندهار ولايت د اوسېدونکو کورونو او باغونو ته د امر بالمعروف د محتسبانو ننوتل د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په موخه منع اعلان کړي او پر پوهاوي ورکولو او د خلکو پر ارشاد يې ټينګار کړی دی.
په کندهار کې کورونو او باغونو ته د طالبانو د محتسبانو د ننوتلو مخنیوی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ په کندهار ښار کې د اوسېدونکو کورونو او باغونو ته د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو ننوتل منع سوي دي.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده ، طالبانو محتسبانو ته امر کړی دی چي د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره دې د کندهار ښار د اوسېدونکو کورونو او باغونو ته نه ننوځي.

په کندهار ښار کې د طالبانو د امر بالمعروف رياست له خوا په يوه ليکل سوي مکتوب کي، چي رسنيو ته رسېدلی، ټينګار سوی دی چي د محتسبانو دنده يوازي پوهاوی ورکول او د خلکو هڅول دي چي له نشه‌يي توکو څخه لاس واخلي، نه دا چي د خلکو په شخصي ملکيتونو کي مستقيمه لاسوهنه وکړي.

په دې مکتوب کي، چي د حمل په ۱۶مه نېټه صادر سوی دی، له محتسبانو او ديني عالمانو غوښتنه سوې ده چي د نشه‌يي توکو د کر او توليد د مخنيوي لپاره خلک د تبليغ او ارشاد له لاري خبر کړي.
همدارنګه په دې سند کي د طالبانو د امر بالمعروف د قانون د لسمې مادې څلورم بند ته اشاره سوې ده، چي له مخې يې د افرادو شخصي حريم ته ننوتل او د کورونو او باغونو تلاشي په فردي ډول منع ده.

راپورونه ښايي چي په ځينو مواردو کي د طالبانو د مامورينو هڅې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پر مهال د خلکو له مقاومت سره مخامخ سوي او کله ناکله يې د شخړو او تلفاتو سبب هم سوي دي.

د طالبانو مشر په ۱۴۰۱ کال کي د کوکنارو کښت منع اعلان کړی وو، خو د دې سره سره لا هم د افغانستان په شمالي او جنوبي ولايتونو کي د دغه کښت د دوام په اړه راپورونه خپاره سوي دي.

په همدې حال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د کوکنارو د کروندو د کموالي راپور ورکړی، خو په بدل کي يې د صنعتي نشه‌يي توکو لکه شیشې د توليد د زياتېدو يادونه کړې ده، هغه موضوع چي طالبانو رد کړي ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x