د افغانستان د ملي خبرو اترو غونډه په برلين کي جوړه سوه

د افغانستان د ملي خبرو اترو غونډه د برلين په ښار کي د افغانستان له شپېتو څخه د زياتو علمي، سياسي او ټولنيزو څېرو په ګډون جوړه سوه.
درخواست ایالت‌های آلمان برای از سرگیری اخراج مهاجران به افغانستان و سوریه

د افغانستان د ملي خبرو اترو غونډه د برلين په ښار کي د افغانستان له شپېتو څخه د زياتو علمي، سياسي او ټولنيزو څېرو په ګډون جوړه سوه.

په دې غونډه کي ګډون کوونکو پر انجونو د زده کړو هغه بنديزونه، چي طالبانو په وروستيو کلونو کي لګولي دي، ستر ظلم او د ملي ګټو لپاره نه جبرانېدونکی زيان وباله.

د هغې خبرپاڼې له مخي چي رسنيو ته رسېدلې ده، د دې پروګرام ګډون کوونکو، چي د شنبې په ورځ (۲۲ د حمل) جوړ سوی وو، له زده کړو څخه د انجونو د بې‌برخې پاته کېدو د دوام په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړه.

په دې خبرپاڼه کي راغلي دي چي دا غونډه د ملي خبرو اترو دوهم پړاو وو، او ګډون کوونکو ژمنه وکړه چي د افغان انجونو د ږغ د پورته کولو او د دې حالت پر ضد به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

همدارنګه په دې غونډه کي پرېکړه وسوه چي د «پرېږدئ افغان انجونې ښوونځي ته ولاړې سي» تر شعار لاندي يو ملي خوځښت پيل سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x