په کابل کي د کورونو د کرايې د لوړېدو ستونزه

له نوي کال سره سم، د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي د کرايي کورونو د بيو له څرګند لوړوالي او له کموالي څخه شکايت لري.
په کابل کي د کورونو د کرايې د لوړېدو ستونزه

له نوي کال سره سم، د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي د کرايي کورونو د بيو له څرګند لوړوالي او له کموالي څخه شکايت لري.

 ځيني په کرايه‌ اوسېدونکي وايي چي خاوندانو بېله دې چي کوم قانون يا څرګند معیار په پام کي ونيسي، د کرايې بيې لوړې کړي دي.

د دغو کسانو په وينا، چي نه يې غوښتل نومونه يې څرګند سي، ځيني خاوندان د بيو په لوړولو کي له طالبانو سره په همغږي عمل کوي، ځکه چي د بيو په لوړېدو سره د مالياتو کچه هم زياتېږي.

کرايه‌اوسېدونکي وايي چي خاوندانو يوازي بيې نه دي لوړې کړي، بلکي خبرداری هم ورکوي چي که د ورکړې وس ونه لري، بايد کور پرېږدي. هغوی همدارنګه د کرايې د بازار د کنټرول کولو لپاره د څارونکو بنسټونو له نشتوالي نيوکه کوي.

د دوی د وينا له مخي، د دوو کوټو د هغه کور کرايه چي پخوا شاوخوا اووه تر اته زره افغانۍ وه، اوس ديارلس تر پنځلس زره افغانيو ته رسېدلې ده. همدارنګه د درېيو کوټو د کورونو کرايه، چي دوه کاله وړاندي لس تر دولس زره افغانۍ وه، اوس شاوخوا شل تر يوويشت زره افغانيو ته لوړه سوې ده.

دغه کسان ټينګار کوي چي آن په ډېرو پلټنو سره هم د کور موندل ګران سوي دي، ځکه چي د کابل په ټولو سيمو کي بيې په څرګنده توګه لوړې سوي دي.

د دوی په وينا، ځيني خاوندان د معاملاتو له لارښوونکو دفترونو سره په همغږۍ، طالبانو ته رښتينی بيه تر اصلي اندازې کمه ښايي، خو د جلا او نارسمي تړونونو له لاري له کرايه‌ اوسېدونکي څخه زياتې پيسې اخلي.

سره له دې چي د طالبانو د عدليې وزارت څو څو ځله د معاملاتو د دفترونو د چارو پر څارني خبري کړي دي، خو د اوسېدونکو په اند، دغو ګامونو د کرايي کورونو د بيو د لوړوالي په کنټرولو کي اغېزه نه ده کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x