طالبان وايي، په بدخشان کې د سرو زرو مينځلو په يوه کارځای کې د اوبو نيولو له امله درې کسان مړه سوي او څو نور لا هم تر خاورو او اوبو لاندې بند پاتې دي.
د بدخشان ولايت د طالبانو د پوليسو قوماندانۍ اعلان کړی چې په دې پېښه کې لږ تر لږه درې کسان، چې يو پلار او زوی هم پکښې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپور له مخې، د دغه کان يو شمېر کارګران لا هم د اوبو ترمنځ بند پاتې دي او د ژغورنې چارې يې روانې دي.
په هغې خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ، د حمل په ۲۱مه، خپره سوې، راغلي چې تر اوسه د بند پاتې کارګرانو کره شمېر نه دی معلوم. همدارنګه ويل سوي چې قربانيان د ياوان ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
په همدې حال کې، سيمهييزو سرچينو رسنيو ته ويلي چې دا پېښه د شهربزرګ ولسوالۍ په يوه سيمه کې د چينايي شرکتونو اړوند د سرو زرو مينځلو کارځای ته نږدې رامنځته سوې او ټول بند پاتې کسان سيمهایز کارګران دي.
د سيمې د يوه اوسېدونکي په وينا، شاوخوا ۳۰ کارګران په دې اوبو نيولو کې بند سوي دي. خو د قربانيانو د هويت او د نورو کارګرانو د حالت په اړه نور جزئيات تر اوسه نه دي خپاره سوي.




