طالبان: د طبيعي پېښو د قربانيانو شمېر ۱۴۸ تنو ته ورسېد

د طالبانو چارواکو اعلان کړی چې په افغانستان کې د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښويېدو له امله لږ تر لږه ۱۴۸ کسان مړه سوي او زرګونه کورنۍ اغېزمنې سوې دي.
طالبان: د طبيعي پېښو د قربانيانو شمېر ۱۴۸ تنو ته ورسېد

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ د افغانستان پر بې‌ پناه وګړو د طبيعت غوسه ، په افغانستان کې بارانونه هره ورځ قربانيان اخلي.

یوسف حماد، د طالبانو د پېښو پر ضد د مبارزې ادارې وياند ، فرانسې خبري اژانس ته په مرکه کې ويلي چې د حمل له شپږمې نېټې تر اوسه، د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښويېدو له امله لږ تر لږه ۱۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر دې وړاندې، د کډوالۍ نړيوال سازمان هم ويلي وو چې دغو سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې شاوخوا ۵۷۰۰ کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

په همدې حال کې، په پروان ولايت کې د طالبانو د بحران مديريت ادارې رئيس عبدالعظيم افضلي راپور ورکړی چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې شپږ کسان د خپل کور د چت د لوېدو له امله مړه سوي دي.

وروستيو سېلابونو د ځاني زيانونو تر څنګ پراخ مالي تاوانونه هم اړولي دي. د راپورونو له مخې، سلګونه کورونه په بشپړ يا نسبي ډول ويجاړ سوي او لسګونه کيلومتره لارې هم زيانمنې سوې دي، چې له امله يې د تګ راتګ لارې تړل سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x