طالبانو په پامير کې د قرغيزستان په همکارۍ د يو ښوونځي د جوړېدو خبر ورکړ

په بدخشان کې د طالبانو د والي د رسنيو دفتر اعلان کړی دی چې د محمد اسماعيل غزنوي او د قرغيزستان د سفير تورداکون سيدیکوف ترمنځ په ليدنه کې، د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا او د پامير د اوسېدونکو لپاره د يو ښوونځي د جوړېدو د کار پر پيل ټينګار سوي دي.

د راپور له مخي، په بدخشان کې د طالبانو سيمه‌ايزو چارواکو د دې پروژې په پلي کولو کې د هر اړخيزې همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

په همدې حال کې، د قرغيزستان پلاوي هم ويلي دي چې د دوی د سفر موخه د دې ښوونځي د جوړېدو د عملي بهير پيل دی.

د طالبانو په وينا، په دې غونډه کې د ښوونځي د جوړېدو لپاره د ځمکې سپارل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا په لاره کې يو مهم ګام بلل سوی دی، او دواړو خواوو همدارنګه د امنيتي حالت د ښه کېدو او د ښوونې او بنسټيزو چارو په برخو کې د همکاريو پر دوام ټينګار کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x