د پوليو څخه د افغانستان د پاکوالي ادارې اعلان کړی دئ چي د پوليو واکسين د تطبیق سراسري کمپاين به راتلونکې اوونۍ د افغانستان په ټولو ولايتونو کي تر سره سي.
دې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د حمل ۱۹مه) په يو پيغام کي ويلي دي چي دا پروګرام به د دوشنبې په ورځ پيل سي او موخه يې د پوليو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د واکسين پوښښ پراخول دي.
د دې ادارې مسؤلینو له هېوادوالو غوښتي دي چي له روغتيايي ټيمونو سره همکاري وکړي، تر څو د واکسين د تطبیق بهير په اغېزمن ډول تر سره سي.




