سعدي شریفي، په کابل کې د تاجیکستان سفير ، د افغانستان او مرکزي آسيا د هېوادونو په مشورتي غونډه کې، د ګډې پولې د امنيت د ټينګښت د ستاينې ترڅنګ، له افغانستان سره د اړيکو پراختيا او د شخړو د حل لپاره د خبرو له لارې ملاتړ څرګند کړ.
په کابل کې د تاجیکستان سفیر په دې غونډه کې د افغان ځواکونو له هڅو مننه وکړه چې د دواړو هېوادونو د ګډې پولې امنيت يې ټينګ کړی دی.
هغه په دې غونډه کې اعلان وکړ چې تاجیکستان پلان لري له افغانستان سره خپلې سياسي او اقتصادي اړيکې لا نورې پراخې کړي.
د تاجیکستان سفير همدارنګه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د چين په کوربهتوب ترسره کېدونکو خبرو ملاتړ وکړ او ټينګار يې وکړ چې دوه اړخيزې ستونزې بايد يوازې د خبرو او سولهيزو لارو چارو له لارې حل او فصل سي.




