طالبان: د پاکستان په بريدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل سوي دي

طالبانو د يوې شمېرنې د خپرولو سره ادعا کړې ده چې د پاکستان د هوايي او توپچي بريدونو له امله د افغانستان په ځينو برخو کې سلګونه ملکي وګړي وژل سوي او ټپيان سوي دي، او زرګونه کورنۍ هم اړ سوي دي چې خپل کورونه پرېږدي.
طالبان: د پاکستان په بريدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل سوي دي

طالبانو د يوې شمېرنې د خپرولو سره ادعا کړې ده چې د پاکستان د هوايي او توپچي بريدونو له امله د افغانستان په ځينو برخو کې سلګونه ملکي وګړي وژل سوي او ټپيان سوي دي، او زرګونه کورنۍ هم اړ سوي دي چې خپل کورونه پرېږدي.

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ طالبانو د يوې شمېرنې په خپرولو ادعا کړې ده چې د روان ميلادي کال د فبروري له ۲۲ نېټې څخه د اپريل تر ۳ پورې، د پاکستان په هوايي او توپچي بريدونو کې لږ تر لږه ۷۶۱ ملکي وګړي وژل سوي او ۶۲۶ نور ټپيان سوي دي.

حمدالله فطرت، د طالبانو د وياند مرستيال، دا شمېره په خپله اېکس پاڼه کې خپره کړی او ويلي يې دي چې په دې موده کې د کابل، پلازمېنې، او د کندهار، پکتيـا، پکتيکا، ننګرهار، خوست، کنړ، لغمان او نورستان ولايتونو ځيني برخې د پاکستان د هوايي بريدونو هدف ګرځېدلي دي.

سره له دې، طالبانو د دې بريدونو د موخو او د خپلو ځواکونو د تلفاتو په اړه جزييات نه دي ورکړي. تر دې وړاندې، ځينو سرچينو آمو ته ويلي وو چې په کابل کې د نشه‌يي توکو د درملني د يو مرکز تر څنګ، په کندهار کې د طالبانو د مشر د ځانګړو ځواکونو مرکز، په ننګرهار کې د هغوی قول اردو، په کندهار کې قول اردو، د کابل د سياه‌سنګ په سيمه کې د طالبانو د دفاع وزارت زېرمتون او د بګرام پوځي اډه، له هغو ځايونو څخه دي چې د دغو بريدونو هدف ګرځېدلي دي.

طالبانو همدارنګه ادعا کړې ده چې د دې بريدونو له امله شاوخوا ۱۱۴۰ استوګنيز کورونه، ۱۳ ديني مدرسې، ۳ روغتيايي مرکزونه، ۴۲ موټر، ۳۴ مسجدونه او ۱۳ ښوونځي ويجاړ سوي دي او ۶۶۱ څاروي هم له منځه تللي دي.

د دې شمېر له مخي، پاکستان په دې موده کې لږ تر لږه ۱۴۹۷۳ د هاوان او توغنديو بريدونه د افغانستان پر لور کړي دي.

په دوام کې راغلي دي چې د دغو نښتو له امله لږ تر لږه ۲۷۴۰۷ کورنۍ اړ سوي دي چې خپل کورونه پرېږدي او بې‌ځايه سوي دي.

په همدې حال کې، د پاکستان چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي؛ خو تر دې وړاندې يې ټينګار کړی و چې د هغوی پوځي بريدونه «پوځي مرکزونه او د مهماتو زېرمتونونه» په نښه کوي.

سره له دې، ځينو نړيوالو بنسټونو، لکه د بښني نړيوال سازمان او د بشري حقونو د څار بنسټ، ټينګار کړی دی چې د پاکستاني جنګي الوتکو له خوا د کابل په ختيځ کې د اعتیاد پرېښودلو پر مرکز بريد کېدای سي «جنګي جرم» وبلل سي، او له پاکستانه يې غوښتي دي چې په دې اړه خپلواکه، بېړنۍ او هر اړخيزه پلټنه وکړي.

پاکستان تر اوسه دغو غوښتنو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ په همدې حال کې، د دې هېواد چارواکو تر دې وړاندې ويلي دي چې د هغوی پوځي بريدونه به د افغانستان په دننه کې پر خپلو موخو دوام ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x