د طالبانو د پېښو ته د رسېدو ادارې خبر ورکړ چې د تېرې شپې د زلزلې له امله د مړو شمېر زیات سوی دی.
د طالبانو د پېښو ته د رسېدو اداره زیاتوي چې د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې د تېرې شپې په زلزله کې یو کور نړېدلی او اته تنه مړه سوي دي. ویل کېږي چې ټول یې د یوې کورنۍ غړي وو.
د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلوېزیون، د جمعې په ماښام داسې انځورونه خپاره کړل چې خلک پکښې د نړېدلو ځایونوڅخه مړي راباسي.
د امریکا د ځمکپوهنې مرکز مخکې ویلي وو چې د ۵.۸ درجې په کچه زلزله د کابل په وخت د شپې شاوخوا ۸:۴۲ بجې د ځمکې په ۱۸۶ کیلومتره ژوروالي کې رامنځته سوې ده.




