ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، ویلي دي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۶۱ کسان مړه سوي او ۱۱۶ نور ټپیان سوي دي.
د طالبانو ویاند زیاته کړې چې دې سېلابونو پراخ زیانونه هم اړولي او سلګونه کورونه په بشپړه یا نیمګړې توګه ویجاړ سوي دي.
د هغه په وینا، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او د زیانمنو سیمو د ډېرو اوسېدونکو د ژوند چارې له جدي ګواښ سره مخ سوي دي.
د ورکړل سویو شمېرونو له مخې، لا هم ۴ کسان د دغو پېښو له امله نادرکه دي او له ۲۴۰۰ څخه زیات کورونه زیانمن سوي دي.
همدارنګه، د سېلابونو له امله د ځینو ولایتونو مواصلاتي لارې تړل سوي دي.




