د ملګرو ملتونو سازمان په جنیوا کې د یو پیغام په خپرولو سره په افغانستان کې د انجونو د زدهکړې پر حق ټینګار کړی او ویلي یې دي چې زدهکړه باید د هېڅ ماشوم لپاره و نه ځنډول سي.
د ملګرو ملتونو سازمان د یکشنبې په ورځ، د حمل ۹مه، د یوې افغانې انجلۍ له خولې د پیغام په خپرولو سره ټینګار کړی چې زدهکړه نه سي ځنډېدلی.
دې سازمان اعلان کړی چې هره انجلۍ د دې وړ ده چې د زدهکړې له لارې له امنیت، فرصت او هیلی ترلاسه کړي.
په دې پیغام کې راغلي: «زدهکړه د هېڅ ماشوم لپاره ځنډېدلی نه سي.»
ملګرو ملتونو دا پیغام په داسې حال کې خپور کړی چې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیل سره، طالبانو لا هم د انجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې ساتلې دي.



