د غزني ولایت د طالبانو سیمهییزو مسؤلینو تأیید کړې چې د خوګیاڼي ولسوالۍ د عليخانخېل په کلي کې د ماین د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل سوي دي.
د دغو مسؤلینو په وینا، د دې پېښې لامل «د ماشومانو له لوري د چاودېدونکو توکو سره تماس او بېاحتیاطي» بلل سوی ده.
د افغانستان ملي تلویزیون، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، راپور ورکړی چې د قربانیانو مړي د هغوی کورنیو ته سپارل سوي دي.
په ورته وخت کې، له تېرو جګړو پاتې ماینونه او مهمات لا هم د ملکي خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره، یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.
تر دې مخکې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي وو چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې لږ تر لږه ۵۶۴ کسان په افغانستان کې د ماینونو او پاتې مهماتو د چاودنو له امله وژل سوي، چې له دې ډلې ۴۳۴ تنه ماشومان وو.
دا ډول پېښې په داسې حال کې دوام لري چې د ماینونو پاکول او د هغوی د خطرونو په اړه عامه پوهاوی لا هم د افغانستان په ډېرو سیمو کې له بیړنیو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي.




