د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د «اوبو اوونۍ» په مناسبت د یوې ناستې په ترڅ کې، د طالبانو استازي د ګډو اوبو د سرچینو په مدیریت کې د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
مجیبالرحمن عمر آخوندزاده، د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال، په دې غونډه کې د افغانستان او د منځنۍ آسیا د هېوادونو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش پر اهمیت خبرې وکړې او د اوبو د ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او د نوې ټکنالوژۍ د کارولو له لارې د اوبو د مدیریت د سیستمونو د ښهوالي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه د دې ناستې په څنډه کې د ازبکستان له چارواکو سره د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه نظرونه تبادله کړي دي.
په دې ناسته کې د افغانستان ګډون د اوبو په سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو کې د هېواد د تعامل د زیاتېدو په لور یو مهم ګام بلل کېږي او کولای سي د منځنۍ آسیا د هېوادونو ترمنځ د لا ژورو همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.




