د افغانستان د زلزله‌ځپلو او بې‌ځايه سوو وګړو لپاره د اروپا بشردوستانه مالي مرسته

د اعلامیې پر بنسټ ، په دې بودجې سره به د خوست، کنر، ننګرهار، نورستان، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې شاوخوا د ۷۰ زره وګړو ملاتړ وسي.
د افغانستان د زلزله‌ځپلو او بې‌ځايه سوو وګړو لپاره د اروپا بشردوستانه مالي مرسته

د اروپايي ټولني (EU) اعلان کړی چې دوی د افغانستان د بې‌ځايه سوو او زلزله‌ځپلو وګړو د ملاتړ لپاره ۲۵۰ زره یورو بشردوستانه مرسته ځانګړې کړې ده.

د اعلامیې پر بنسټ ، په دې بودجې سره به د خوست، کنر، ننګرهار، نورستان، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې شاوخوا د ۷۰ زره وګړو ملاتړ وسي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د خدمت (EEAS) په ویب‌سایټ کې د پنجشنبې په ورځ، د حمل په شپږمه، لیکلي: «د بې‌ځايه سوو وګړو د شمېر د زیاتوالي په غبرګون کې، اروپايي ټولنه دا بشردوستانه مرسته ځانګړې کړې تر څو له زیان‌منو وګړو، په ځانګړې توګه هغو کسانو چې د تېر کال د زلزلې له امله اغېزمن سوي، ملاتړ وکړي.»

د اوچا (OCHA) د راپور پر بنسټ، د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړو شاوخوا ۱۶ زره او ۳۷۰ کورنۍ بې‌ځايه کړې دي.

اروپايي ټولنې ویلي چې دا مرسته به د افغان سرې میاشتې له لارې وکارول سي او په دې کې د خوراکي توکو ویش، نقدي مرسته، بیړنۍ سرپناه، او د زیان‌منو کورنیو بیړني اړتیاوې شاملې دي.

همدارنګه په اعلامیه کې ویل سوي چې له دې مرستې سره به وګړو ته د لومړنیو صحي خدمتونو، د څښاکو پاکو اوبو، روغتیایي خدمتونو او نورو حیاتي اړتیاوو لاسرسی برابر سي.

اروپایي ټولنې ټینګار کړی چې دوی لا هم په افغانستان کې د مرستندویه پروګرامونو یو له سترو ملاتړ کوونکو څخه پاتې سوی او په کال ۲۰۲۵ کې یې د دې هېواد د مرستندویه پروګرامونو ملاتړ لپاره له ۱۶۱ میلیونه یورو زیاتې بودیجې ځانګړې کړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x