د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې یو امریکایي وګړی د «دنیس کویل» په نوم د کوچني اختر په مناسبت او د بشردوستانه ملاحظاتو له مخې آزاد سوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کوچني اختر په مناسبت، یو امریکایي وګړی د «دنیس کویل» په نوم چې د افغانستان د نافذه قوانینو د سرغړونې له امله نیول سوی و، آزاد سوی دی.
ددغه وزارت په وینا، د نوموړی بندی وګړی کورنۍ د اختر په ورځو کې د عفو او مهربانۍ غوښتنه له رهبري څخه کړې وه، څو د ده د آزادۍ زمینه برابره سي.
په ادامه کې ویل سوي چې سترې محکمې د هغه د پخواني بند موده کافي ګڼلې او نن په کابل کې هغه خپلې کورنۍ ته سپارل سوی دی.
طالبانو دغه اقدام د حسن نیت او بشردوستانه ملاحظاتو پر بنسټ ترسره کړی او هیله يي څرګنده کړې چې دغه ګامونه به د اعتماد فضا لا قوي کړي.
په پای کې، طالبانو د متحده عربي اماراتو له حکومت څخه د همکارۍ او د اسانتیاوو د برابرولو لپاره مننه کړې ده.




