په کولمبیا کې د یوه نظامي ترانسپورټي الوتکې سقوط ۸ کسان ووژل

د کولمبیا چارواکو اعلان کړی چې د دې هېواد په جنوب کې د یوه نظامي ترانسپورټي الوتکې د سقوط په نتیجه کې لږ تر لږه اته کسان مړه سوي او ۸۳ نور ټپیان سوي دي.

چارواکي وايي چې د دې پېښې علت تر اوسه روښانه سوي نه دی.

دغه الوتکه د C-130 هرکولس ډوله وه او د پوتومایو ولایت په هوايي ډګر کې د پرواز پر مهال سقوط سوي ده. د کولمبیا د دفاع وزیر، جان پدرو سانچز، ویلي چې د سقوط علت تر اوسه مشخص سوی نه دی او تر اوسه هېڅ نښه نه سته چې دا پېښه د جنایي ډلو د برید له امله رامنځته سوې وي.

هغه زیاته کړې چې دغه الوتکه د پرواز لپاره په مناسب حالت کې وه او د خدمې پرسونل یې لازمه وړتیا لرله.

د کولمبیا د هوايي ځواک قوماندان، کارلوس سیلوا، ویلي چې په دې الوتکه کې ۱۱۴ مسافر او ۱۱ خدمه شتون درلودي. د پوتومایو والی ویلي، د مسافرینو له ډلې څخه دوه تنه د پولیسو افسران وو او پاتې ۱۱۲ تنه نور پوځي وګړي وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x