کریستین لاګارد، د اروپا د مرکزي بانک رئیس، په یوې خبري ناستې کې اعلان وکړ چې پر ایران جګړه اقتصادي وضعیت په پراخه کچه بی ثباته کړی او په لنډ مهال کې به د انفلاسیون پر کچه د پام وړ اغېز ولري.
هغه وویل چې پر ایران جګړه د تېلو او ګازو په بازارونو اغېزه کوي او د نړۍ د انرژۍ او توکو مصرفوونکو لپاره اقتصادي پایلې لري. هغه زیاته کړه که دا وضعیت دوام وکړي، د انرژۍ د بیو زیاتوالی کولای سي د غیرمستقیمو او دویم پړاوي اغېزو له لارې د انفلاسیون د پراخېدلو سبب سي.
د اروپا د مرکزي بانک رئیس بیا ټینګار وکړ چې اوږدمهاله شخړه په هممهاله توګه انفلاسیون زیاتوي او اقتصادي فعالیت کمزوری کوي.




