حامد کرزی: ملي یووالی د افغانستان د پرمختګ کلۍ ده

حامد کرزی، پخواني ولسمشر، د کوچني اختر او د نوي کال د رارسېدو په مناسبت په خپل پیغام کې هېوادوالو ته دغو مناسبتونو مبارکي ویلې او د الله تعالی له درباره یې د خلکو لپاره روغتیا، نېکمرغي او ارامي غوښتې ده.

هغه همدارنګه له خلکو غوښتنه کړې چې د اختر ورځې، د اوسنیو ستونزو او کړاوونو سره سره، له خپلو کورنیو سره تېرې کړي.

کرزي د اختر او نوي کال د یوځای کېدو په یادولو سره هیله ښودلې چې دا به د خلکو ترمنځ ورورولي او ملي یووالی نور هم ټینګ کړي.

پخواني ولسمشر د پاکستان وروستي هوايي او توپچي بریدونه پر افغانستان وغندل او د بهرني تېري پر وړاندې د درېدو او د ملي ځواک د پیاوړتیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

هغه د زده‌کړو ارزښت ته په اشارې سره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو پر اړتیا ټینګار وکړ، په ځانګړي ډول د انجونو لپاره، او همداراز یې د ښځو د کار ته د بېرته ستنېدو د زمینې برابرولو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې دا کارونه به د باعزته ژوند او د هېواد د پرمختګ لپاره هیله پیاوړې کړي.

کرزي همداراز ټینګار وکړ چې افغانستان کولای سي د خپلو بچیانو پر وړتیاوو باندي په تکیه سره د پرمختګ په لاره کې مخکې ولاړ سي او په عین وخت کې د خپل ملي حاکمیت دفاع وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x