اروپايي ټولنه: «نن او هره ورځ» د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه یو

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ د کوچني اختر په رارسېدو د هېواد خلکو ته مبارکي ویلې او افغان کورنیو ته یې د سولې او خوښۍ هیله کړې ده.

دې ادارې په خپل پیغام کې لیکلي چې د سپوږمۍ په لیدلو او د روژې مبارکې په پای ته رسېدو سره، خپلو تودی مبارکي هر افغان ته وړاندې کوي.

اروپايي ټولنې په دې پیغام کې زیاته کړې چې هیله لري کوچنی اختر د ټولو لپاره د رڼا، خوښۍ او ارامۍ نوی پړاو راولي.

د پیغام په پای کې راغلي چې اروپايي ټولنه «نن او هره ورځ» د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x