د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د افغانستان د هندوانو او سیکانو استازو د چهارشنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې د دوی د غصب سویو شتمنیو ستونزې حل کړي. دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو عدلیې وزارت له مخکې خبر ورکړی و چې په هېواد کې سلګونه جريبه غصب سوې ځمکې ثبت سوي دي، خو تر اوسه د هندوانو او سیکانو له لاسه تللې شتمنۍ په اړه هېڅ عملي اقدام نه دی ترسره سوی.
د طالبانو د ادارې د خبرپاڼې پر بنسټ، منجیت سینګ، د افغانستان د هندوانو او سیکانو د شورا رئیس، د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر له رئیس عبدالواسع سره په لیدنه کې د دې ټولنې ستونزې مطرح کړې دي.
د غصب سویو ځمکو ستونزې، د یوناني طبابت جواز ورکول، او د کابل په شوربازار کې د دې لږکیو د عبادت ځای وضعیت چې د سړک په نقشه کې راځي، په دغه لیدنه کې د مطرح سویو موضوعاتو څخه وو. د طالبانو په وینا، د دې ډلې چارواکو ژمنه کړې چې دغو غوښتنو ته به رسیدګي وسي.
د طالبانو د عدلیې وزارت په کال ۱۴۰۲ کې اعلان وکړ چې د ټول افغانستان په کچه د هندوانو غصب سوې ځمکې به وڅیړي، خو دوه کاله وروسته تر اوسه د دې بهیر د نتایجو یا پرمختګ په اړه کوم راپور نه دی خپور سوی.
د هندوانو او سیکانو د شتمنیو غصب د دې مذهبي لږکیو له اوږدمهاله ستونزو څخه ګڼل کېږي. د دې ټولنې غړي وایي چې شتمنۍ یې په تېرو لسیزو کې د زورواکو او بېلابېلو کسانو لخوا په بیلابیلو ولایتونو کې نیول سوې ده.
په ورته وخت کې، مونسینګ کرونا، د کابل یو اوسیدونکی، د آزادی رادیو ته ویلي چې دوکان یې کلونه کیږي د کرایه ورکونکو په لاس کې پاتې سوی دی. هغه وایي چې دغه دوکان یې په کال ۱۳۹۴ کې اخیستی و او په کرایه يي ورکړی و، خو کرایه ورکوونکی، هم د جمهوریت په دوره او هم اوس، د ملکیت د اسنادو شتون سره سره، د دې دوکان د بېرته ورکولو څخه ډډه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د هندوانو او سیکانو نفوس په ۱۹۷۰مو کلونو کې شاوخوا ۷۰۰ زره تنه و، خو د اوږدو جګړو، تبعیض او د کډوالۍ له امله دا شمېره په ۱۹۹۲ کال کې شاوخوا ۲۲۰ زره ته راټیټه سوه. د منجیت سینګ لامبه، د افغانستان د هندوانو د شورا رئیس، په ۳ حوت ۱۴۰۴ کې ویلي چې اوس په هيواد کې یوازې ۱۵ کورنۍ د هندوانو او سیکانو پاتې دي.
د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې د کابل د څلورمې ناحیې د سیکانو په عبادتځای د یو خونړي برید وروسته، د هند حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان د سیک او هندو نسل اتباعو لپاره د بېړنیو ویزو ورکولو بهیر به په لومړیتوب کې وي.
مخکې له دې هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند په سفر کې د افغانستان د هندوانو او سیکانو استازو ته ویلي و چې طالبان به د مذهبي لږکیو امنیت تضمین کړي او د هغوی عبادتځایونه به بیا جوړ کړي.




