د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د بیړني لوږې د خبرتیا نړيوالې شبکې په راپور کې ویلي چې افغانستان به د راتلونکو درې میاشتو په اوږدو کې د سختي لوږې سره مخ سي؛ دا وضعیت د ژمي د سخت موسم، د کاري فرصتونو د کمښت او د خلکو د عوایدو د کمېدو له امله رامنځته کیږي.
دغه شبکې خبرداری ورکړی چې د سختي لوږې د بیړني وضعیت پایلې به د روان کال د فبرورۍ له میاشتې په هېواد کې څرګندې سي؛ ځکه ډېرې کورنۍ د خوړو د لاسرسي له سختو ستونزو سره مخ دي.
په راپور کې ویل سوي چې دوامداره وچکالي، له بهر څخه د پیسو د را لیږلو کمښت، محدود کاري فرصتونه، د ډېرو کډوالو بیرته راستنیدنه ، د اقتصاد ټیټوالی او د کورنیو د اړتیاوو نه پوره کولو توان، د اوسني وضعیت او د افغانستان د خوړو د ناامنیو د راتلونکي اساسي عوامل ګڼل سوي دي.
دغه شبکې همدارنګه ټینګار کړی چې د درېیم پړاو بحران (د فشار لاندې بحران) پایلې به تر مې میاشتې پورې د هېواد په پراخو سیمو کې په پراخه کچه ادامه ولري.
د دې راپور پر بنسټ، د لوږې وضعیت په فاریاب، غور او دایکندي ولایتونو کې سخت تر بل هر ځای اټکل سوی؛ ځکه چې کورنۍ په دې ولایتونو کې د خپلو زراعتي تولیداتو د خوړو زیرمې نه لري او اړ کېږي چې په بشپړه توګه په بازار متکي وي، په داسې حال کې چې د هغوی د پېرلو توان يي ډېر ټیټ دي.
په راپور کې راغلي چې سره له دې چې د خوړو د توکو بيې نسبتاً ثابتې پاتي سوي، خو د کورنیو عاید محدود دي ؛ ځکه د ژمي په موسم کې د کرنې او ورځني مزدورۍ کاري فرصتونه په څرګند ډول کم سوي دي.
د بیړني لوږې د خبرتیا نړیوالې شبکې (FEWS NET) زیاته کړې چې په افغانستان کې به بېوزلې کورنۍ په راتلونکو درې میاشتو کې احتمالا د ژوند د منفي ستراتیژیو څخه کار واخلي؛ لکه د وروستیو څارویو خرڅول، د انجونو ژر واده کول او د خوړو د برابرولو لپاره د نورو څخه سوال کول( ګدایی کول) .




