د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، څرګنده کړې چې سره له ټولو هڅو، د نشهيي توکو قاچاق لا هم له افغانستان څخه تاجیکستان ته روان دی. هغه زیاته کړې چې د افغانستان او تاجیکستان د اوږدې ګډې پولې له امله، قاچاق کوونکي کله کله د دې وضعیت څخه ناوړه ګټه اخلي.
ذبیحالله مجاهد په خپلو خبرو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو او تلویزیون ته ویلي چې طالبان هڅه کوي د پولې ستونزې حل کړي او د نشهيي توکو د قاچاق مخه ونیسي. هغه همدارنګه ویلي چې طالبان او تاجیکستان په دې برخه کې همغږي لري او په راتلونکي کې به د نشهيي توکو د قاچاق پر ضد نور اقدامات هم عملي سي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د تاجیکستان سرحدي ساتونکو د سلواغې په ۱۰مه راپور ورکړ چې د افغانستان د سرحد په اوږدو کې د وسلهوالو یوه ډلې سره یی نښته سوې ده. د تاجیک چارواکو په وینا، دغه کسان قاچاق کوونکي وو او په دې نښته کې درې تنه وژل سوي دي.
په ورته وخت کې، د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې څرګنده کړې چې په دې وروستۍ پولهییزې نښته کې له قاچاق کوونکو څخه څو میل وسلي او څلور بوجۍ چې پکښې ۷۳ بستی نشهيي توکي، لکه حشیش او تریاک، کشف او ضبط سوي دي.




