د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ښځو د حقونو فعالې اعلان کړی دی چې د ملالې يوسفزۍ بنسټ په تېر ميلادي کال کې د افغانستان د انجونو د زدهکړي د ملاتړ لپاره تر درې ميليونو ډېر ډالر لګولي دي.
بتول حيدري چې د ښځو د حقونو فعاله میرمن ده، ويلي دي چې د انټرنېټ له لارې د زدهکړي ډېر ښوونځي او رسنۍ چې د انجونو د زدهکړي او د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په برخه کې کار کوي، د ملالې يوسفزۍ د بنسټ له خوا یی مالي ملاتړ کېږي.
د هغې په وينا ، ياد بنسټ په تېر کال کې د افغانستان د انجونو د زدهکړي د حالت د ښه کولو لپاره تر درې ميليونو ډېر ډالر بوديجه جلا کړې ده؛ هغه ملاتړ چې د زدهکړي د لويو بنديزونو په وخت کې د انجونو ته د زدهکړي د لاسرسي د دوام لپاره مهم رول لري.
اغلې حيدري ټينګار کړی دی چې دې مرستو، د سختو ستونزو او سته بنديزونو سره سره، د زرګونو افغان انجونو لپاره د زدهکړي د دوام زمينه برابره کړې ده او دا د انجونو د زدهکړي د حق د ساتلو لپاره د پاته لږو لارو څخه يوه شمېرل کېږي.




