د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، عزیزی بانک په یوه رسمي خبرپاڼه کې څرګنده کړې چې په تېرو دوو ورځو کې د انټرنېټ د پرې کېدو له امله د دې بانک بانکي خدمات په مرکز او ولایتونو کې په موقتي ډول تړل سوي وو. په خبرپاڼه کې راغلي چې د انټرنېټ د بیرته وصلیدو وروسته، نن پنجشنبه ورځ د میزان له ۱۰مې، ټول بانکي خدمات د عزیزی بانک په ټولو څانګو کې بېرته عادي حالت ته ګرځیدلي دي. عزیزی بانک له خپلو مشتریانو غوښتي چې د اړتیا پر وخت له نن ورځ څخه وروسته خپل بانکي خدمتونه په عادي ډول ترلاسه کړي او د دوی له زغم او همکارۍ څخه یې مننه کړې ده. دغه اقدام به د مالي برخې بېرته ثبات او د بانکي معاملاتو اسانتیا په ټوله هېواد کې تضمین کړي.
- د بانکی خدمتونو بیرته پیل
عزیزی بانک، چې د انټرنېټ د پرې کېدو له امله یې خدمات دریدلي وه، اعلان وکړ چې له پنجشنبې ورځې به، د ستونزې له لرې کېدو سره، خدمات په مرکز او ولایتونو کې بېرته عادي سي.

- 61
- کې خپور شو 1:39 ب.ظ
- د خبر شمیره 151259
- 10 میزان 1404
- کې خپور شو 1:39 ب.ظ
- د خبر شمیره 151259
- 10 میزان 1404
- تازه تازه 13:39 - 10 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151259
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری
16:47 - 1 اسد 1405

ناپېژاندو وسلهوالو په تخار کې پخوانی پوځي وواژه
16:28 - 1 اسد 1405


د تخار په بهارک کې د طالبانو ولسوال په یوه اوونۍ کې له دوو ښځو سره واده کړی
15:37 - 31 سرطان 1405