تیره ورځ سهار (سهشنبه، د میزان لومړۍ) د ۴٫۹ ریښتر په کچه زلزلې د افغانستان ختیځې سیمې ولړزولې. د هندوستان د ملي جیولوجۍ مرکز د معلوماتو له مخې، دا زلزله د ځمکې له سطحې ۱۲۰ کیلومتره په ژوروالي کې او د جلالآباد ښار په شمال کې رامنځته سوې ده. د جلالآباد په ښار او شاوخوا سیمو کې د زلزلې زور په څرګند ډول احساس سوی، خو تر اوسه د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل سوی. ځایي چارواکي د وضعیت د څېړلو په حال کې دي. د جیولوجۍ کارپوهان وايي، هغه زلزلې چې په ډېره ژوره کې رامنځته کېږي، عموماً په ځمکه د لږو تاوانونو سبب ګرځي.
- په ختیځو سیمو کې زلزله
د ۴،۹ ریښتر په کچې زلزلې د افغانستان ختیځې سیمی ولړزولې چې د تلفاتو په اړه یې تراوسه معلومات نسته

- 72
- کې خپور شو 2:21 ب.ظ
- د خبر شمیره 149949
- 2 میزان 1404
- کې خپور شو 2:21 ب.ظ
- د خبر شمیره 149949
- 2 میزان 1404
- تازه تازه 14:24 - 2 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149949
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری
16:47 - 1 اسد 1405

ناپېژاندو وسلهوالو په تخار کې پخوانی پوځي وواژه
16:28 - 1 اسد 1405


د تخار په بهارک کې د طالبانو ولسوال په یوه اوونۍ کې له دوو ښځو سره واده کړی
15:37 - 31 سرطان 1405