د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم سرحدي دروازه د دوشنبې په ورځ، د وږي ۳۱مه، د مسافرو پر تګ راتګ تړل سوې ده. قریشي بدلون، په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د مطبوعاتو مسوول، ویلي چې دا دروازه د پاکستان له لوري «د نامعلومو دلیلونو» له مخې تړل سوې او تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي. هغه له خلکو غوښتي چې په دې لاره له تګ راتګ ډډه وکړي او تر رسمي پرانیستې پورې صبر وکړي. د تورخم سرحدي دروازه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ له مهمو نقطو څخه شمېرل کېږي په تېرو څلورو کلونو کې څو ځله د امنیتي، سیاسي او یا تخنیکي دلایلو له امله تړل سوې ده. دغه وضعیت پخوا هم د دواړو هېوادونو د خلکو او سوداګرۍ په تګ راتګ کې ستونزې رامنځته کړي دي.
- د تورخم بندیدل
د طالبانو چارواکو اعلان کړی چې د تورخم دروازه د پاکستان له لوري تړل سوې او د دې اقدام دلیل تر اوسه څرګند نه دی. طالبانو له ښاریانو غوښتي چې له دې لارې د سفر کولو څخه ډډه وکړي.

- 71
- کې خپور شو 2:19 ب.ظ
- د خبر شمیره 149745
- 1 میزان 1404
- کې خپور شو 2:19 ب.ظ
- د خبر شمیره 149745
- 1 میزان 1404
- تازه تازه 14:19 - 1 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149745
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه

د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری
16:47 - 1 اسد 1405

ناپېژاندو وسلهوالو په تخار کې پخوانی پوځي وواژه
16:28 - 1 اسد 1405


د تخار په بهارک کې د طالبانو ولسوال په یوه اوونۍ کې له دوو ښځو سره واده کړی
15:37 - 31 سرطان 1405