د امریکایی قاتلانو سره په ملګرتیا کې د عربي دولتونو تاریخي خیانت

په داسې حال کې چې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو دقیق توغندي په کویټ، اردن او بحرین کې د امریکا پوځي اډې یو په بل پسې ولي او ویجاړوي، د مسلمانانو په ذهنونو کې یوه بنسټیزه پوښتنه راولاړېږي: هغه دولتونه چې د مسلمانۍ دعوه کوي، څنګه کېدای سي چې نه یوازې د یوه ګاونډي او هم‌دینه هېواد پر وړاندې د امریکا د ښکاره تېري پر وړاندې چوپ پاتې سي، بلکې خپله خاوره، هوايي فضا او تاسیسات امریکايي اشغالګرو ته وسپاري، څو نړیوالو جنایتکارانو سره د یوه مسلمان ولس په نسل‌وژنه او د هغه د بنسټیزو جوړښتونو په ویجاړولو کې مرسته وکړي؟
نامه کشورهای شورای همکاری خلیج فارس به آمریکا علیه اسرائیل

په داسې حال کې چې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو دقیق توغندي په کویټ، اردن او بحرین کې د امریکا پوځي اډې یو په بل پسې ولي او ویجاړوي، د مسلمانانو په ذهنونو کې یوه بنسټیزه پوښتنه راولاړېږي: هغه دولتونه چې د مسلمانۍ دعوه کوي، څنګه کېدای سي چې نه یوازې د یوه ګاونډي او هم‌دینه هېواد پر وړاندې د امریکا د ښکاره تېري پر وړاندې چوپ پاتې سي، بلکې خپله خاوره، هوايي فضا او تاسیسات امریکايي اشغالګرو ته وسپاري، څو نړیوالو جنایتکارانو سره د یوه مسلمان ولس په نسل‌وژنه او د هغه د بنسټیزو جوړښتونو په ویجاړولو کې مرسته وکړي؟

ویاړلي کوربه ګان که د اسلام خاینین ؟ د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړه‌ییزو جنایتونو په وړاندې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کویټ او اردن چوپتیا

په داسې حال کې چې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو دقیق توغندي په کویټ، اردن او بحرین کې د امریکا پوځي اډې یو په بل پسې ولي او ویجاړوي، د مسلمانانو په ذهنونو کې یوه بنسټیزه پوښتنه راولاړېږي: هغه دولتونه چې د مسلمانۍ دعوه کوي، څنګه کېدای سي چې نه یوازې د یوه ګاونډي او هم‌دینه هېواد پر وړاندې د امریکا د ښکاره تېري پر وړاندې چوپ پاتې سي، بلکې خپله خاوره، هوايي فضا او تاسیسات امریکايي اشغالګرو ته وسپاري، څو نړیوالو جنایتکارانو سره د یوه مسلمان ولس په نسل‌وژنه او د هغه د بنسټیزو جوړښتونو په ویجاړولو کې مرسته وکړي؟

تاریخ د بې‌شمېره خیانتونو شاهد پاتې سوی دی، خو ښايي د فارس خلیج د عربي دولتونو له لوري د ایران پر وړاندې له امریکا او اسرائیلو سره د ملګرتیا په اندازه لږ داسې خیانتونه وي چې دومره سپکوونکي، شرموونکي او د اسلام له روحیې سره دومره په ټکر کې وي. د کویټ، بحرین، اردن او اماراتو مسلمان ولسونه، چې کلونه یې د اسلامي ورورولۍ او ګاونډیتوب تر نامه لاندې له ایران سره ښې اړیکې لرلې، خو له بده مرغه نن د دغو هېوادونو دولتونه د امریکايي تېري کوونکو لپاره کوربه‌ځایونه ګرځېدلي دي؛ هغو تېري کوونکو ته چې شپه او ورځ د همدې هېوادونو له خاورې څخه د ایران ملکي بنسټونه بمباروي، روغتونونه ورانوي، پلونه او اوسپنیزې لارې له منځه وړي او سلګونه بې‌ګناه ملکي وګړي په خاورو او وینو کې ډوبوي . دا ناوړه کوربه‌توب په داسې حال کې ترسره کېږي چې اسلامي ایران حتی د جګړې په سختو شېبو کې هم اخلاقي اصول مراعت کړي او په بېلګه‌ییز دقت سره یوازې د دښمن پوځي موخې په نښه کوي.

ایران؛ د جګړې په ډګر کې د اخلاقو کوربه ، امریکا؛ دولتي ترهګر

د عربي دولتونو د خیانت تر بحث وړاندې، اړینه ده چې پر یوه مهم اصل ټینګار وسي: ساحوي راپورونه ښايي چې د ایران توغندیز او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه یوازې د دښمن پر پوځي او د ملاتړ پر مرکزونو متمرکز وو. د «عریفجان د ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ مرکز» له منځه وړل، د «علي‌السالم اډې د رادار ویجاړول په کویټ کې»، د «بحرین کې د امریکا د سمندري بېړیو د سون‌توکو د تم ځای له منځه وړل» او د «مهماتو زېرمو او د بې‌پیلوټه الوتکو د ترمیم او ساتنې ځایونو» په نښه کول، ټول د یوه بشپړ مسلکي او له اخلاقو سره سم چلند څرګندونه کوي.
ایران په دې جګړه کې په ښکاره ډول اعلان کړی دی چې:
«د دې لپاره چې د دښمن د ناعادلانه چلند د بدلون فرصت ورکړل سي، تېره شپه مو د ځواب لپاره یوازې پوځي موخې وټاکلې.»

خو په مقابل لوري کې، د ټرمپ حکومت د ټولو نړیوالو اصولو پر خلاف، پراخ جګړه‌ییز جنایتونه ترسره کړي دي. په میناب کې د لومړني ښوونځي بمبارول، د روغتونونو، هوايي ډګرونو، درمل جوړولو شرکتونو، پلونو او استوګنیزو کورونو ویجاړول، یوازې یوه ستراتیژیکه تېروتنه نه ده، بلکې د ملکي وګړو د وژلو له لارې د «ایراني ولس د روحیې د ماتولو» لپاره یوه قصدي تګلاره ده. دغه کړنې د امریکا اصلي څېره د یوه «ماشوم وژونکي او دولتي ترهګر نظام» په توګه ښکاره کوي، هغه نظام چې د ژنیو له قوانینو او بشري حقونو سره هېڅ ژمنتیا نه لري. د پام وړ خبره دا ده چې امریکا د ایران د دقیقو بریدونو په غبرګون کې حتی په اردن کې د خپلو څو ټپیانو یادونه کوي، خو هېڅکله د ایراني ملکي وګړو د درنو مرګ‌ژوبلو په اړه خبرې نه کوي. دا معنی داره چوپتیا خپله د دغه نظام د جنایتکارانه طبیعت څرګند ثبوت دی.

د عربي دولتونو خیانت؛ د قرآن، بشري حقونو او ګاونډیتوب د اخلاقو له نظره

اوس د اصلي موضوع پر لور راځو؛ هغه کوربه‌توب چې نه د مجبوریت له امله، بلکې په خوښه او اراده او د زورواکي ډلې د پیاوړتیا په موخه ترسره سوی دی. دا خیانت په څلورو برخو کې څېړل کېدای سي:

الف) دیني او قرآني خیانت:

قرآن کریم په ټینګه د دین له دښمنانو سره له ملګرتیا څخه منع کړې ده او هغه یې د ایمان له لارې څخه د وتلو لوري ته یو ګام بللی دی.

عادله هاشمی:
په سوره مائده، آیت ۵۱ کې فرمایي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ»

«ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! یهود او نصارا د خپلو دوستانو په توګه مه نیسئ؛ هغوی یو د بل دوستان دي، او څوک چې له تاسې څخه له هغوی سره دوستي وکړي، نو هغه له هغوی څخه دی؛ بېشکه الله ظالمانو ته لارښوونه نه کوي.»

نن عربي دولتونه د امریکا د پوځي اډو په کوربه‌توب او له هغوی سره د استخباراتي همغږۍ له لارې، نه یوازې له هغوی سره دوستي کړې ده، بلکې خپله خاوره یې د خپلو مسلمانانو د هم‌دینانو پر وړاندې د جګړې لپاره هم ورکړې ده. ایا دا د «فَإِنَّهُ مِنْهُمْ» ښکاره بېلګه نه ده؟

په سوره ممتحنه، آیت ۱ کې هم خبرداری ورکړل سوی دی: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ»

«ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! زما دښمن او خپل دښمن دوستان مه نیسئ او هغوی ته د مینې اظهار مه کوئ.»

دغه دولتونو نه یوازې د مینې اظهار کړی، بلکې خپلې پوځي او استخباراتي اډې یې هم د مسلمانانو د دښمنانو په واک کې ورکړي دي.

رسول الله ﷺ هم په یوه مشهور حدیث کې فرمایلي دي:
«څوک چې له ظالم سره مرسته وکړي، الله تعالی به هماغه ظالم پر ده واکمن کړي.»

نن موږ وینو چې همدغه امریکا څنګه د هغوی له خاورې څخه په ګټې اخیستنې سره د همدغو دولتونو امنیت هم ګواښي او هغوی د مقاومت د راتلونکو بریدونو موخې ګرځوي.

ب) د بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د منشور له نظره خیانت:

د ملګرو ملتونو د منشور لومړۍ ماده هېوادونه د نړیوالې سولې او امنیت ساتلو او د تېري د مخنیوي لپاره مکلفوي. دوهمه ماده هم د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې هر ډول ګواښ او د زور کارول منع کوي. عربي دولتونو د امریکا سره د پوځي تړونونو له لارې او خپلې خاورې ته د ایران پر وړاندې د برید اجازه ورکولو سره، نه یوازې دغه مادې تر پښو لاندې کړې دي، بلکې په حقیقت کې یې د «له تېري سره ملګرتیا» کړې ده، چې خپله یو نړیوال جرم ګڼل کېږي. د نړیوالې جنايي محکمې د روم اساسنامه هم له جګړه‌ییزو جنایتونو سره مرسته جرم بولي. کله چې امریکا د دغو هېوادونو له خاورې څخه په ایران کې پر روغتونونو او ښوونځیو بریدونه کوي، نو دغه دولتونه په مستقیم ډول د دغو جنایتونو شریکان ګرځي.

ج) د ګاونډیتوب د اخلاقو او نړیوال عرف له نظره خیانت:

په هېڅ دین او مکتب کې ګاونډی دا حق نه لري چې خپل کور غله او قاتل ته په کرایه ورکړي، څو پر بل ګاونډي برید وکړي. دا د خیانت تر ټولو غندل سوی ډول دی. ایران د تاریخ په اوږدو کې له دغو هېوادونو سره د ګاونډیتوب، سوداګرۍ او کلتوري اړیکو لرونکی پاتې سوی او حتی د سیمې په کړکېچونو حالتو کې یې رغنده دریځونه خپل کړي دي. خو نن عربي دولتونو امریکا ته د پوځي سیستمونو د ځای پر ځای کولو او د بریدیزو اډو د کارونې په اجازه ورکولو سره، د ښه ګاونډیتوب دود په بشپړ ډول تر پښو لاندې کړی دی.

د) خپلو ولسونو او د سیمې راتلونکې ته خیانت:

دا د افسوس خبره ده چې عربي دولتونه د خبرو اترو او سیمه‌ییزې همکارۍ له لارې د امنیت د رامنځته کولو پر ځای، خپل امنیت د پردیو هېوادونو د پوځي ملاتړ په سیوري کې لټوي. تاریخي تجربو څرګنده کړي ده چې امریکا هېڅکله د دغو هېوادونو د ګټو په فکر کې نه ده پاتې سوې، بلکې هغوی یې یوازې د خپلو موخو د پلي کولو لپاره د وسیلې په توګه کارولي دي. په تېرو جګړو کې هم موږ ولیدل چې امریکا څنګه خپل ملګري د سختو کړکېچونو پر مهال یوازې پرېښي دي. دا د سیمې او راتلونکو نسلونو پر وړاندې خیانت دی چې یو پیاوړی او ګاونډی هېواد په دښمن بدل کړي او سیمه په داسې اور کې ښکېله کړي چې لمبې یې به بالاخره د دوی لمنو ته هم ورسېږي.

د ساتندویه ځواک خبرداری او ورته ځواب؛ د هوسا مېلمه‌پالنې پړاو پای ته ورسېد

د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځواکونو د عامه اړیکو اعلامیه په دې اړه ډېره روښانه او پرېکنده ده: «هغه هېوادونه چې د امریکا د تېري کوونکو پوځیانو کوربه دي او خپله خاوره یې د ایران پر وړاندې د برید لپاره د تېري کوونکو جنایتکارانو په واک کې ورکړې ده، باید د متقابل ځواب ترلاسه کولو ته چمتو وي او خپلې ملکي دفاعي ډلې د خپلو وګړو د ژوند د ساتنې او د احتمالي موخو څخه د هغوی د لیرې کولو لپاره فعاله کړي.»

دا خبرداری یو اړین فرصت دی. په بله وینا، ایران په ښکاره ډول اعلان کوي چې که نن یوازې د امریکا پوځي موخې په نښه کوي، دا د اخلاقي او انساني اصولو د مراعت له امله دي؛ خو که دغه هېوادونه خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، نو ښايي ایران اړ سي چې «متقابل ځواب» هم دغو کوربه هېوادونو ته ورکړي.


دا د عربي دولتونو لپاره یو جدي خبرداری دی چې که خپل دریځ بدل نه کړي، نو د خپلو پرېکړو بیه به یې ولسونه ور کړي.

دلته یوه لویه پوښتنه پاتې کېږي چې ځواب به یې د سیمې برخلیک وټاکي:

«عربي دولتونه تر کومه وخته غواړي د امریکایانو پر ژمنو تکیه وکړي، په داسې حال کې چې د جګړې اصلي ګټونکی د ایران اسلامي جمهوریت دی؟»

ټرمپ او د هغه جګړه‌غوښتونکی ډله باید پوه سي چې نننی ایران له هغو توغندیو سره چې د «پټریوت» دفاعي سیستمونو له خنډونو تېرېږي او هغو بې‌پیلوټه الوتکو سره چې پرمختللي رادارونه غولوي، د خپل دفاعي ځواک په لوړ حالت کې قرار لري. هره ناسمه محاسبه به سپینې ماڼۍ ته لا درانه لګښتونه ولري، او په عریفجان، علي‌السالم او العدیرې کې پرله‌پسې ماتې به د دې نظام لپاره له لا زیاتې رسوایۍ پرته بله پایله ونه لري.

خو د امریکا کوربه دولتونه! تاسې د دوو لارو پر سر ولاړ یاست:

یا د اسلامي عزت، خپلواک سیاست او ښه ګاونډیتوب لارې ته بېرته وګرځئ؛
یا د اسلام د پخواني دښمن سره خپلې ذلیلانه ملګرتیا ته دوام ورکړئ. خو پوه سئ چې تاریخ هېڅکله له خیانت کوونکو څخه سترګې نه پټوي.
قرآن کریم تاسې ته خبرداری درکوي چې د ظالمانو او د هغوی د ملګرو پایله له منځه تلل دي:
«إِنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ» (سوره انبیاء، آیت ۱۰۵)
یعنې: په رښتیا سره به ځمکه زما نېک بندګانو ته پاتې کېږي.

او نن صالح بندګان هماغه د مقاومت مبارزین دي چې د اسلام د عزت او د مسلمانانو د ځان، مال او حقونو د ساتنې لپاره مبارزه کوي.

دا دولتونه نه دي چې تلپاتې پاتې کېږي، بلکې ملتونه دي چې د راتلونکې برخلیک وروستی پریکړه نیسي. د سیمې پوه او هوښیار ولسونه په ښه ډول پوهېږي چې رښتینی امنیت د پردیو هېوادونو سره په تړلتيا کې نه دی، بلکې په سیمه‌ییزه همغږۍ، یووالي او د زورواکي پر وړاندې په ټینګ درېځ کې دی.
د ایران اسلامي جمهوریت ټولو ګاونډیانو ته د دوستۍ او همکارۍ لاس اوږد کړی دی، خو هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې د هغوی خاوره د ایران د ولس د له منځه وړلو لپاره په پوځي اډه بدله سي.

( لیکوال: ډاکټر محمدي)

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x