وچکالي او د اوبو کمښت په افغانستان کې له مهمو ستونزو څخه ګرځېدلي دي، چې د میلیونونو وګړو ژوند یې اغېزمن کړی دی. ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په تېرو څه باندې یو کال کې شاوخوا ۳.۴ میلیونه کسان د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي. د ځمکې لاندې اوبو کچه په وروستیو څو لسیزو کې تر ټولو ټیټې درجې ته رسېدلې، چې د وګړو لپاره یې د اوبو لاسرسی سخت کړی او پر کرنه، مالدارۍ او د کورنیو پر عوایدو یې منفي اغېز کړی دی.
که څه هم د سږ کال بارانونو تر یوه حده د بحران شدت راکم کړی، خو یو باراني فصل د پرلهپسې پنځو کلونو د وچکالۍ پایلې نه سي جبرانولای. ډېرې سیمې لا هم د اوبو د سرچینو له کمښت، د اقلیمي بدلونونو له زیاتېدونکو فشارونو او د راتلونکي فصل په اړه له اندېښنو سره مخ دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ هم خبرداری ورکړی چې په جنوبي ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو بېحده استعمال د اوبو د لګولو دودیز نظام د له منځه تلو تر پولو رسولی دی.
افغانستان د وچکالۍ او سېلابونو ترڅنګ د اقلیمي بدلونونو له نورو پایلو سره هم مخ دی. په هېواد کې په ځانګړي ډول په جنوب کې سختې دوړې او توپانونه د تنفسي ناروغیو د زیاتېدو لامل سوي دي، او په ځینو ولایتونو کې د ځنګلونو پرېکولو د ځمکې ښوېدنې او سېلابونو پر وړاندې طبیعي خنډونه له منځه وړي دي. په لویو ښارونو لکه کابل کې د ټیټ کیفیت سوند موادو کارول او د کثافاتو ناسم مدیریت د هوا ککړتیا د ښار د اوسېدونکو د روغتیا لپاره په جدي ګواښ بدله کړې ده. همدارنګه په شمالي ولایتونو کې د سیاحت زیاتوالي په سیندونو او درو کې د کثافاتو د زیاتېدو لامل سوی، چې د چاپېریال د ښه مدیریت اړتیا یې لا زیاته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړي دي چې د افغانستان وګړي لا هم د اوبو د سرچینو له کمښت او د اقلیمي بدلونونو له پایلو سره لاس او ګرېوان دي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ډېر اوسېدونکي لا هم د اوبو له وچو سویو سرچینو او د راتلونکو فصلونو د نامعلوم وضعیت په اړه له اندېښنې سره مخ دي. اوچا تر دې مخکې هم ویلي وو چې د افغانستان د بشري پروګرامونو د پلي کېدو لپاره یوازې ۱۷ سلنه اړینه بودیجه برابره سوې ده، چې دا کار کولای سي د میلیونونو اړمنو کسانو ته د اړینو مرستو رسولو بهیر له لا زیاتو محدودیتونو سره مخ کړي.
په وروستیو کلونو کې افغانستان څو ځله له سختو وچکالیو، د بارانونو له کمېدو او د ځمکې لاندې اوبو له ټیټېدو سره مخ سوی دی. د مرستندویه ادارو په وینا، دې وضعیت د میلیونونو وګړو د خوړو د خوندیتوب او د ژوند د معیشت لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی دی.




