پاکستان: شاوخوا ۲.۶ میلیونه افغان کډوال ایستل سوي دي

د پاکستان د حکومت چارواکو اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو د کمپاین له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا دوه میلیونه او ۵۹۰ زره افغان وګړي خپل هېواد ته بېرته لېږل سوي دي.
پاکستان: شاوخوا ۲.۶ میلیونه افغان کډوال ایستل سوي دي

د پاکستان د حکومت چارواکو اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو د کمپاین له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا دوه میلیونه او ۵۹۰ زره افغان وګړي خپل هېواد ته بېرته لېږل سوي دي. د دغو چارواکو په وینا، د هغو کډوالو د ایستلو بهیر چې قانوني اسناد نه لري، لا هم دوام لري.

د پنجاب ایالت چارواکو هم اعلان کړی چې تر اوسه د دغه ایالت په ساتنځایونو کې ۱۳۸ زره او ۳۴۲ افغان کډوال نیول سوي دي. دغه کسان د هویت له ثبت او د اسنادو له څېړنې وروسته د تورخم له سرحدي لارې افغانستان ته لېږدول سوي دي.

د پنجاب د چارواکو په وینا، له بازارونو او استوګنیزو سیمو څخه د هغو کډوالو د پېژندلو لپاره د پلټنې عملیات پای ته رسېدلي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. هغوی ټینګار کړی چې هر افغان وګړی چې ویزه یا د قانوني اوسېدو اجازه ونه لري، نیول کېږي او د ایستلو د پړاوونو د ترسره کولو لپاره ساتنځایونو ته لېږدول کېږي.

همدارنګه، د دغه ایالت چارواکو له وګړو غوښتي چې که داسې افغان کډوال وویني چې قانوني اسناد نه لري،نوموړي موضوع دې پولیسو ته راپور کړي.

په همدې حال کې، یو شمېر افغان کډوالو مخکې ویلي وو چې د ایستلو د بهیر له سختېدو سره، د کورونو خاوندانو له هغوی غوښتي چې ژر تر ژره خپل کورونه خالي کړي. د دغو کډوالو په وینا، د فشارونو زیاتېدو له امله د هغو کسانو لپاره چې قانوني اسناد نه لري، د نوي استوګنځي موندل نږدې ناشوني سوي دي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې د افغان کډوالو د پراخې ایستنې بهیر پیل کړی دی؛ هغه اقدام چې د بشري حقونو د سازمانونو او نړیوالو بنسټونو له نیوکو سره مخ سوی دی. دغو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د کډوالو جبري بېرته ستنول، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان او هغه کسان چې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي، کولای سي په افغانستان کې هغوی له جدي بشري او امنیتي ګواښونو سره مخامخ کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x