په افغانستان کې د ښځو او انجونو ترمنځ د وینې د کمښت د ناروغي زیاتوالي

په کابل کې یو شمېر ډاکټران وایي چې په وروستیو میاشتو کې د ښځو او انجونو ترمنځ د وینې د کمښت د ناروغۍ پېښې زیاتې سوې دي. د هغوی په وینا، بېوزلي، ناسمه تغذیه، د وینې د کمښت د مخنیوي په اړه کمه پوهاوی او د اوسپنې او فولیک اسید درملو ته محدود لاسرسی د دې ناروغۍ د زیاتوالي له مهمو لاملونو څخه دي.
په افغانستان کې د ښځو او انجونو ترمنځ د وینې د کمښت د ناروغي زیاتوالي

ډاکټران وایي، دا ستونزه تر ټولو زیاتې امیندوارې ښځې، شیدې ورکوونکې میندې او هغه ښځې اغېزمنې کړې دي چې تازه یې ماشوم زېږولی وي. هغوی ټینګار کوي چې د روغتیايي خدمتونو کمښت او د خوړو د بشپړوونکو درملو د منظم وېش د پروګرامونو نشتوالی د وینې د کمښت د مخنیوي او درملنې بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

د متخصصانو په وینا، د وینې د کمښت عامې نښې نښانې ستړیا او بې‌حالي، د اشتها کموالی، د رنګ ژېړوالی، د پوستکي ژېړوالی، د ویښتانو تویېدل، د نوکانو ماتېدل، د تمرکز کموالی، بې‌خوبي، د زړه د درزا زیاتوالی او د ورځنیو چارو ترسره کولو ته لېوالتیا نه لرل دي.

ډاکټران خبرداری ورکوي، که دا ناروغي پر وخت تشخیص او درملنه یې ونه سي، د اوږدمهالې کمزورۍ، ساه لنډۍ، د زړه د ناروغیو او په سختو حالتونو کې د زړه د ناکامۍ لامل کېدای سي. هغوی همدارنګه وایي چې د امیندوارۍ پر مهال د وینې کمښت د ستونزمنو زېږونونو، د کم وزن ماشومانو د زېږېدو او د مور د روغتیايي ستونزو خطر زیاتوي.

بنفشه عارفي، د نسایي او ولادي ناروغیو متخصصه، وایي چې په وروستیو کلونو کې د بېوزلۍ د زیاتوالي، ناسمې تغذیې او د اوسپنې او فولیک اسید درملو ته د محدود لاسرسي له امله د وینې د کمښت د ناروغانو شمېر زیات سوی دی. د هغې په وینا، ځوانې انجونې، امیندوارې ښځې او شیدې ورکوونکې میندې تر نورو ډېرې له دې خطر سره مخ دي.

هغه ټینګار کوي چې د اوسپنې او فولیک اسید درمل کارول د وینې د کمښت په مخنیوي او درملنه کې اغېزمن تمامېږي، خو دا درمل باید یوازې د ډاکټر په سپارښتنه او یا مشوره وکارول سي.

ډاکټران په پای کې د پوهاوي د پروګرامونو د پراخولو، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي د ښه‌والي او د اړینو بشپړوونکو درملو د منظم وېش غوښتنه کوي، څو د وینې د کمښت د ناروغۍ د مخنیوي او د هغې د پېښو د کمېدو، په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو ترمنځ، زمینه برابره سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x