د درملتونونو د فعالیت د جواز د غځولو لګښت ۴۰ زره افغانۍ ته رسېدلی

یو شمېر درملتون‌وال وايي چې طالبان د «فعالیت د جواز د بیا ثبت» لپاره له هر درملتون څخه تر ۴۰ زره افغانۍ اخلي.
د درملتونونو د فعالیت د جواز د غځولو لګښت ۴۰ زره افغانۍ ته رسېدلی

یو شمېر درملتون‌وال وايي چې د طالبانو د خوړو او درملو اداره سره له دې چې په تېرو وختونو کې یې د فعالیت د جواز د صادرولو فیس اخیستی، اوس بیا له درملتونونو څخه د «درملتونونو د بیا ثبت» په نوم پیسې اخلي.

نوموړو د دوشنبې په ورځ، د سرطان په ۸مه، ویلي چې د دې پروسې په ترڅ کې د درملتونونو مالکان او فني مسئولین بایومتریک کېږي او وروسته د تادیې لپاره ورته بانکي حواله ورکول کېږي.

د دوی په وینا، له لومړۍ درجې درملتونونو څخه ۴۰ زره افغانۍ، له دویمې درجې څخه ۳۵ زره افغانۍ او له درېیمې درجې څخه ۳۰ زره افغانۍ اخیستل کېږي.

درملتون‌وال وايي چې دا ټول مراکز مخکې هم د فعالیت د جواز لپاره قانوني فیسونه ورکړي دي او بیا د همدې پیسو اخیستل، پرته له کومې نوې اسانتیا یا امتیاز، د دوی لپاره هیڅ توجیه نه لري. دوی ادعا کوي چې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې له لوري د دې لګښتونو علت هم ورته روښانه نه دی.

د دوی په وینا، په داسې شرایطو کې چې ډېری وګړي له اقتصادي ستونزو او مالي ناتوانۍ سره مخ دي، پر درملتونونو د نویو لګښتونو تحمیل دې سکتور ته نور فشار هم ور زیاتوي. دوی همدارنګه وايي چې په ټول افغانستان کې د درملتونونو د ډېر شمېر له امله، د دې طرحې عملي کول د طالبانو د حکومت لپاره د پام وړ عاید هم رامنځته کولای سي.

درملتون‌وال زیاتوي چې د مهرولوک کېدو یا د جواز د تعلیق له وېرې له دې پرېکړې ښکاره اعتراض نه سي کولای.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x