د بېپولې ډاکټرانو سازمان (MSF) خبر ورکړی چې د افغانستان په سوېل کې د سختې خوارځواکۍ له امله د اخته سویو ماشومانو شمېر په څرګند ډول زیات سوی او خبرداری یې ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمښت، پرلهپسې وچکالۍ او د درملیزو خوړو د برابرولو ګډوډي په هېواد کې د خوارځواکۍ بحران لا پسې سخت کړی دی.
دې سازمان په خپره کړې خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ څخه تر اپرېل پورې، د هغو ماشومانو شمېر چې د سختې خوارځواکۍ له امله د افغانستان په سوېل کې د بېپولې ډاکټرانو تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو کې بستر سوي، د تېرو درېیو کلونو د همدې مودې د منځنۍ کچې په پرتله تر ۳۰ سلنې ډېر زیات سوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، ډېری بستر سوي ماشومان له یوه کال څخه کم عمر لري او زیاتره یې هغه مهال روغتیايي مرکزونو ته لېږدول کېږي چې روغتیايي وضعیت یې خورا نازک سوی وي.
انا لیلیا باندا ، د افغانستان په سوېل کې د بېپولې ډاکټرانو د طبي برخې همغږې کوونکې ، ویلي: «ماشومان هغه وخت موږ ته را رسېږي چې روغتیايي وضعیت یې ډېر خراب سوی وي او له داسې ستونزو سره مخ وي چې مخنیوی یې کېدای سي.»
د هغې په وینا، دا وضعیت په افغانستان کې د خوړو د نهخوندیتوب د زیاتېدو او د خوارځواکۍ د ژر تشخیص او درملنې د سیستم د کمزوري کېدو څرګندونه کوي.
بېپولې ډاکټرانو همدارنګه ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د نړیوالو مرستو د پام وړ کمښت د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو، د ۲۰۳ ګرځنده روغتیايي او تغذیوي ډلو په ګډون، د تړل کېدو یا ځنډېدو لامل سوی دی. دغو مرکزونو پخوا د خوارځواکۍ د پېښو په ژر تشخیص او د درملنې په وړاندې کولو کې مهم رول درلود.
دې سازمان زیاته کړې چې پرلهپسې وچکالۍ، د کرنیزو محصولاتو د تولید کمښت او د سیمهییزو کړکېچونو له امله د پولو تړل کېدو د خوړو خوندیتوب لا کمزوری کړی او ماشومانو ته د ځانګړو درملیزو خوړو رسول یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې، د هلمند د بست ولایتي روغتون د تغذیې په درملنیز مرکز کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر پر سختې خوارځواکۍ اخته ماشومان بستر سوي؛ دا شمېر د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله تر دوه برابره ډېر ګڼل سوی دی.
همدارنګه په کندهار ولایت کې په همدې موده کې له ۵۷۰ څخه ډېر ماشومان تر درملنې لاندې نیول سوي او د ظرفیت د کمښت له امله تر ۳۰۰ ډېر نور ماشومان نورو روغتیايي مرکزونو ته راجع سوي دي.
بېپولې ډاکټرانو په پای کې له مرستندویه بنسټونو، روغتیايي چارواکو او مسؤلو سازمانونو غوښتي چې په افغانستان کې د تغذیې د پروګرامونو بودجه ژر تر ژره بېرته فعاله کړي او د درملیزو خوړو او طبي تجهیزاتو د برابرولو بهیر تضمین کړي.
دې سازمان خبرداری ورکړی چې که اوسنی وضعیت دوام وکړي، لا ډېر ماشومان به له ژغورونکو روغتیايي خدمتونو بېبرخې سي او د خوارځواکۍ له امله به د مړینې خطر نور هم زیات سي.




