د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، نور جلال جلالي، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، له تاجالدین اویوالي ، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی، سره لیدنه کړې او د روغتیايي خدماتو د ښهوالي په اړه یې خبرې کړې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس د یکشنبې په ورځ، د جوزا په ۳۱مه، راپور ورکړی چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د روغتیايي خدماتو د ارزونې لپاره د ګډې څارنې د پلي کېدو او د هغو تطبیقوونکو موسسو د کاري بهیر د ښهوالي په اړه بحث کړی، چې د یونیسف له لوري تمویلېږي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د موجودو ستونزو او نیمګړتیاوو د ژر حل پر اړتیا ټینګار کړی او په دې برخه کې یې له یونیسف څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د یونیسف استازي ویلي چې دغه اداره به د روغتیايي خدماتو د څارنې او ښهوالي په برخه کې اړینه همکاري او همغږي ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو سیستم د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له جدي ستونزو سره مخ سوی او د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې د وګړو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو، لاسرسی لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لا هم محدود پاتې دی.




