د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د څلورو لوړپوړو چارواکو د فساد په تور له نیول کېدو وروسته آزادېدل

سرچینې وایي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له هغو څو لوړپوړو چارواکو څخه چې د دې ډلې د استخباراتو له خوا نیول سوي وو، څلور تنه، چې د دې وزارت د خدماتو معین هم پکښې شامل دی، د ضمانت له مخې آزاد سوي دي.

د سرچینو په وینا، د معالجوي طب رئیس، د بشري منابعو رئیس او د طالبانو د عامې روغتیا د وزیر د دفتر رئیس هم په هغو کسانو کې شامل دي چې له نیول کېدو وروسته د ضمانت له مخې ازاد سوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو استخباراتو په وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت پر ودانۍ او د دې ډلې د روغتیا وزیر پر کور د یرغل په ترڅ کې د دې وزارت یو شمېر لوړپوړي چارواکي د اداري فساد په تور نیولي وو.

د دې پېښې په دوام، شرافت زمان عمار ، د طالبانو د عامې روغتیا د وزارت ویاند ، د یکشنبې په ورځ په ایکس پاڼې کې په خپرو کړو یادښتونو کې اعلان وکړ چې د شفافیت د زیاتوالي او د احتمالي سرغړونو د څېړلو لپاره کله ناکله د دولتي ادارو یو شمېر کارکوونکي د اړوندو مسئولینو په همغږۍ په لنډمهاله ډول نیول کېږي او تر څېړنې لاندې نیول کېږي.

هغه زیاته کړې چې د سرغړونې په صورت کې کارکوونکي د څېړنو تر بشپړېدو پورې له لنډمهاله محدودیتونو سره مخ کېږي او که د څېړنو په جریان کې مجرم وپېژندل سي، د هغه څه له مخې چې د شرعي قوانینو په نوم یاد سوي، سزا ورکول کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x