د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو لپاره نوې کړنلاره خپره کړې چې له مخې یې د روغتیايي کارکوونکو، په ځانګړي ډول د ښځو، پر فعالیتونو نوې محدودیتونه لګول سوي دي.
د دې کړنلارې له مخې، هغه ښځینه ډاکترانې چې د کار په چاپېریال کې له نارینه همکارانو سره ګډ کار کوي، باید شرعي محرم ورسره مل وي. همدارنګه طالبانو د ښځینه او نارینه ډاکترانو د کاري چاپېریال پر بشپړ جلاوالي ټینګار کړی دی.
د ښځو د بستر په څانګو کې هم نوې محدودیتونه وضع سوي او روغتیايي مرکزونه مکلف سوي چې ښځینه او نارینه مراجعینو ته جلا اسانتیاوې او ځانګړې څانګې برابرې کړي.
یو شمېر روغتیايي کارکوونکو ویلي چې له دې سره هممهاله، دوی ته په جماعت لمانځه کې د اجباري ګډون او د ځینو ظاهري اصولو د رعایت په اړه هم لارښوونې سپارل سوې دي.
دا اقدامات په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړو، کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګولي دي.




